د سنجش او برآورد ریاست د فعالیتونو په اړه غونډه تر سره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۹
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۰۲/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت د محترم معین ښاغلي مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ د سنجش او براورد ریاست د محترم رئیس محمد رومل هاشمي او امرینو په شتون کې غونډه تر سره شوه.

په غونډه کې محترم انجنیر محمد رومل هاشمي، د سنجش او برآورد ریاست رئیس، د ریاست اوسني جوړښت، موجودو ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د معینیت له پاملرنې او همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

همداراز د مسکن محترم معین د دغو غونډو هدف د کارونو څارنه او ارزونه وبلله او د کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ د اهمیت یادونه یې وکړه.

ښاغلي صابر ټینګار وکړ چې د سپارل شویو دندو او مسئولیتونو ترسره کول باید په دقت او په ټاکلي وخت کې وشي، څو له هر ډول ځنډ څخه مخنیوی وشي او همدارنګه یې د شریعت، نافذه اصولو او قوانینو رعایت د کارکوونکو لپاره ضروري وبلل او د نظم او اداري اصولو په مراعتولو یې ټینګار وکړ.

همدارنګه، د یاد ریاست یو شمېر آمران او کارکوونکي د خپلو فعالیتونو، موجودو ستونزو او ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له معینیت سره یې شریک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت