د کابل سروبي ولسوالۍ د پراختیایي پلان څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۲۹
کابل سروبي ولسوالۍ

۱۴۴۷/۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د یاد ریاست له تخنیکي او مسلکي ټیم سره یو ځای، د سروبي ولسوالۍ د پراختیایي پلان د دقیقې څارنې او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لپاره له سیمې لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، دغه هیئت د ځایي چارواکو په همغږۍ او د ټاکل شوي پلان له مخې د مهمو سیمو څارنه وکړه، چې په پایله کې ټولټال ۱۲ ښاري سرغړونې ثبت شوې.

د نوموړي په وینا، یادې سرغړونې په شنو، صنعتي، استوګنیزو اوسوداګریزو سیمو کې د غیر قانوني ودانیو جوړول، غیر مجاز تجهیزاتو نصب، او د پلان له مخې د ځانګړل شوو ځمکو ناسم استعمال شامل وو.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې دغه سرغړونې باید په لنډ وخت کې اصلاح شي او د ښاري پراختیا پلانونه په دقت سره تعقیب او عملي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت