د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري مرستیال د نوي کابل ښار له ځینو برخو لیدنه وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۶
معینیت مالی و اداری

 

۱۴۴۷/۰۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د نوي کابل ښار د پرمختیايي چارو د ارزونې په لړ کې، د دې ښار د لومړۍ، دوهمې او ځینو برخو څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې چې د وزارت یو شمېر رئیسان او مسلکي انجنیران یې هم ملګري وو، تخنیکي ټیم د پام وړ ساحې مشخصې کړې او له نږدې یې تخنیکي ارزونه ترسره شوه.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال څرګنده کړه، یاده پروژه د امارتي ادارو د تمرکز، اغېزمنې همغږۍ او ښاري نظم لپاره خورا مهمه ده، او په خبره یې ځینې ساحې یې د ادارو د فعالیتونو لپاره مناسبې ارزول شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې، د یادو ساحو د دقیق تنظیم، نقشې او تطبیق د چټک پیل لپاره به یو تخنیکي مجلس جوړ شي، څو اړینې پرېکړې وشي او چارې د ټاکلي مهال ‌وېش سره سم پرمخ لاړې شي.

د یادونې وړ ده چې، دا لیدنه د کور او ښار جوړولو وزارت د ستراتېژیکو موخو په چوکاټ کې، د نوي کابل ښار د متوازن، منظم او عصري پراختیا په پار ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت