د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکې تثبیت ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۳۹
herat

۱۴۴۷/۱/۲۸

د هرات ولایت  کور او ښرا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ګذره ولسوالۍ په پشت ‌کوه ملا یاسین سیمه کې د ۳۰۰ جریبه امارتي (دولتي) ځمکې د تثبیت چارې د ۴۰ میګاواټه سولري برېښنا د تولید پروژه لپاره ترسره شوې.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل، یاد تثبیت د بریشنا شرکت د وړاندیز او د ولایت محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د یو ګډ پلاوي له خوا ترسره شو، دغه پلاوی د مستوفیت، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د ولایت مرستیال ریاست، او بریشنا شرکت استازو څخه جوړ شوی و.

د نوموړي په خبره، پلاوی د یادې ځمکې تثبیت ترڅنګ، اړوند جغرافیوي مختصات (کوردینات) او انځورونه هم راټول کړل، څو د راتلونکو اجراآتو لپاره اسناد بشپړ شي.

د یادولو ده، د تثبیت چارې د بریښنا شرکت د مهمې انرژۍ تولیدي پروژې د بنسټ لپاره یوه مهمه مرحله بلل کېږي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۱۶
Background image

سویل ختیځ زون کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۲/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، پکتیا ولایت کې یې د سویل ختیځ زون (خوست، غزني، پکتیکا او پکتیا) د دغه وزارت د کار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۵۷
Background image

د میدان وردک ولایت د ترمینل پروژې د کارونو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۰۹

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د ترمینل پروژې د چارو څخه څارنه وشوه.

ښاغلي مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۵۸
Background image

په میدان وردک ولایت کې د کوچيانو ښارګوټي څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۰۹

د میدان وردک ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د کوچيانو ښارګوټي څخه څارنه ترسره شوه.

ښاغلي مولوي. . .

BACK TO NEWS