د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره د نوې ټاکل شوې مرستیال د معرفي مراسم ترسره شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۱:۱۰
معین مسکن وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۱/۲۵

محترم مولوي ګل زرین صابر، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا نوې مرستیال، د یاد معینیت په دفتر کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.

یاد مراسم چې د مسکن معینیت د کنفرانس په تالار کې ترسره شو، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د اداري چارو د عمومي ریاست اداري مرستیال محترم مولوي عبدالباري عاطف، د مالي او اداري چارو  محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مرکز کابل د جهادي مدرسې مدرس شیخ‌الحدیث مولوي محمد فقیر محمدي، او د ښار جوړولو وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې محترم مولوي عبدالباري عاطف خبرې وکړې، د نوي معین د تقرر حکم یې ولوست او ویې ویل، چې په نظام کې مسؤلیتونه د وړتیا، تجربې او صداقت پر بنسټ اشخاصو ته سپارل کېږي تغییر او تبدیل د ادارې د بهیر یوه طبعي او ضروري برخه ده.

نوموړي همداراز د محترم مولوي ګل زرین صابر له صادقانه کار، ژمنتیا او مسؤلیت ‌پذیرۍ چې یې د کوچیانو د عمومي ریاست په وړاندېني مأموریت کې، د اقوام، قبایلو او سرحداتو وزارت کې ترسره کړې، مننه او قدرداني وکړه.

ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې تغییر او تبدیل د اسلامي نظام له بنسټیزو اصولو څخه دی، چې د اسلامي امارت د رهبري مقام د لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هغه نظام چې پر اطاعت، ژمنتیا او مسؤلیت ‌پذیرۍ ولاړ وي، کولی شي د اسلامي اهدافو د تحقق او ثبات پر لور پیاوړي ګامونه واخلي.

ښاغلي حقاني د وزارت له ټولو رئیسانو او کارکوونکو غوښتنه وکړه چې له نوي معین سره فعاله همکاري وکړي او د کارونو د ښه پرمختګ په موخه له یووالي او تفاهم سره کار ته دوام ورکړي.

په پای کې، محترم مولوي ګل زرین صابر، د کور او ښار جوړولو وزارت نوي معین، وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې سپارل شوې دنده به په صداقت او د بشپړ مسؤلیت ‌پالنې سره ترسره کړي.

د مراسمو په وروستۍ برخه کې، د مرکزي کابل جهادي مدرسې مدرس، محترم شیخ‌الحدیث مولوي محمد فقیر محمدي، هم خبرې وکړې او پر دې یې ټینګار وکړ، چې باید ولس ته صادقانه خدمت وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت