په کابل ښار کې د نجات مېنې ښارګوټي ښاري تخلفات وڅارل شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۶
کابل د نجات مېنه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د اولسمې ناحیې اړوند نجات مېنې ښارګوټی له فزیکي، ساختماني او تخنیکي وضعیت څخه هر اړخیز نظارت او ارزونه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، دغه تخنیکي ارزونه، چې د سایټ پلان (land use)، عام‌المنفعه تاسیساتو، استوګنیزو او سوداګریزو واحدونو، د سړکونو او ترانسپورټي شبکو، برېښنا، اوبو رسولو او کانالیزېسیون برخو ته ځانګړې شوې وه، د ښارګوټي د اوسني وضعیت د قانون ‌مندۍ او ښاري نظم د تطبیق په هدف ترسره شوې ده.

نوموړي وویل، تخنیکي ارزونې ښيي چې د ښاري نظم له اصولو پراخې سرغړونې شوې دي، چې د ښار جوړولو د معیارونو، عامه خدماتو، چاپېریال او ترانسپورت پر سیستمونو ناوړه اغېز لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې د قانون پر بنسټ به له ټولو ښاري سرغړونو سره قانوني چلند وشي او ښاري نظم به تامین کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت