د تخنیکي ټیمونو له لوري د غزني د بېلابېلو ښاري پروژو څارنه او ارزونه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۱۶
غزني

۱۴۴۶/۱۱/۲۱

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایې، د ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو یې د یونپس مؤسسې په مالي ملاتړ د تطبیق لاندې بېلابېلو ښاري پروژو څخه د څارنې او ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

ښاغلی مولوي متقي وایې، یادې لیدنې د پروژو د تطبیق کیفیت لوړولو، د ودانیزو  موادو معیار ته پاملرنه او د  چارو د روڼ تطبیق په موخه ترسره شوي دي.

نوموړی وایې، د "خشک" پروژې د سړک کانکرېټ‌ اچولو چارې وڅارل شوې، چې په کې د کانکرېټ د کیفیت معلومولو لپاره د سلنډر ټسټ نمونې واخیستل شوې؛ د ډبرو د اندازې او کیفیت معاینه وشوه؛ او د کانکرېټ رطوبت د ساتنې لپاره تاري بوجۍ وکارول شوې.

له دې سره هممهاله، د "شېرآباد" د سړک څنګ ویالې کانکرېټ اچولو ته بشپړ تیاری نیول شوی و.

د نو اباد ښارګوټي د پښتون مېنې د کوڅو د کانکرېټ‌ اچولو پروژه او د نو اباد کانال جوړولو چارې چې د (یونپس) له لوري تمویل او د خصوصي شرکتونو له خوا تطبیقېږي، له نږدې تر څارنې لاندې ونیول شوې.

دغه راز، د غزني ښار اړوند د پوهنې محترم ریاست لوېدیځ لوري او د اتل مارکېټ شمالي لوري ته د پلي لارو انترلاک موزاییک کارونه هم وکتل شول، او تطبیقوونکو شرکتونو ته لازمې لارښوونې ورشوې.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ډاډ ورکوي چې ښاري پراختیايي پروژې به له نږدې څارل کېږي او د خلکو لپاره به معیاري، شفاف او باکیفیته خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت