په کابل ښار کې د شپږمې ناحیې د سړک جوړولو پروژې تخنیکي ستونزې وڅېړل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۲۱
شپږمه ناحیه

۱۴۴۶/۱۱/۲۰

د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د سړک جوړولو پروژې تخنیکي ارزونه د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي څارنې ټیم لخوا ترسره شوه.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، یاده پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۲۱۴۱ متره او پلنوالی یې ۴۵ متره دی، د ښاري ترافیکي اسانتیاوو، پلي لارو، د کرار تګ کرښې، او شنې فضا په ګډون مهمې برخو لپاره ډیزاین شوې ده.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د څېړنو پر بنسټ، د پروژې په تطبیق کې لاندې تخنیکي نیمګړتیاوې او تخلفات لیدل شوي چې باید مخنیوی یې وشي.

 د سړک په مختلفو برخو کې د اوبو ایستلو کانالونه بې‌سرپوشه پاتې شوي، چې باید اصلاحي اقدامات تر سره ش، تر څو د خطرونو مخه ونیول شي او سړکونه په معیاري ډول د استفادې وړ وګرځي.

د کور او ښار جوړولو وزارت لارښوونه کوي، چې د ښاري پروژو پر مهال تخنیکي معیارونه، ایمني اصول او ښاري ډیزاین ته ژور پام وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت