د ښاري پراختیا او مهاجرو ته د سرپناه په اړه د یو این هبیتات سره خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۵۷
شهری

۱۴۴۶/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال، شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په خپل دفتر کې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) له مشرې، اغلې ستیفاني لوس، سره د ښاري پراختیا او د مهاجرو د استوګنې په تړاو مهمه ناسته ترسره کړه.

په دې لیدنه کې،  اغلې لوس وویل، «موږ خوښ یو چې د افغان ولس لپاره کار کوو»، او زیاته یې کړه، چې دا مهال یې په ننګرهار، بغلان او کندز ولایتونو کې د بې‌ځایه شوو لپاره د سرپناه پروژې روانې دي، چې هم پر خلکو د ژوند شرایط ښه کوي او هم لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابروي.

اغلې لوس د یو این هبیتات نړیوالې تجربې یادې کړې او ډاډ یې ورکړ چې غواړي د افغانستان د ښاري پلانونو په پراختیا کې له کور اوښار جوړولو وزارت سره ګډ کار وکړي.

نوموړې وویل، دا مرستې به یوازې د بشري اړتياوو پوره کولو ته نه، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او نړیوالو اړیکو پراخولو ته هم زمینه برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال، ښاغلي بامیاني، د یو این هبیتات له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، وزارت د ښاري پراختیا، د ښارونو د بیا رغونې، د مهاجرو لپاره د ښارګوټو جوړولو، او د جی‌ای‌اس سروې په برخو کې جدي مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي شیح بامیاني ټینګار وکړ، چې وزارت چمتو دی له نړیوالو شریکانو سره دا همکاري لا ژوره کړي.

د ناستې په پای کې، اغلې لوس ډاډ ورکړ چې د یادو پروژو د پیاوړتیا په موخه به له نړیوالو تمویل کوونکو سره خبرې وکړي او دا موضوعاتو ته به د یو این هبیتات د لومړیتوبونو په سر کې ځای ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت