د نوي کابل ښار لومړي فاز د شته ستونزو او حل لارو په اړه بحث او وړاندیزونه
۱۴۴۶/۱۱/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست له مسؤلینو سره وکتل او د دې سترې پراختیایي پروژې د پرمختګ څرنګوالي، شته ستونزو، حل لارو او وړاندیزونو په اړه یې بحث وکړ.
په دې ناسته کې د پروژې بېلابېلو اړخونو لکه د مخکینیو قراردادونو ارزونه، د املاکي وضعیت څېړنه، او د راتلونکو چارو پرمختګ باندې هراړخیزې خبرې وشوې او د لومړي فاز پر وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه د پام وړ موضوعات وڅېړل شول.
د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې د پروژې د بېلابېلو اړخونو اسناد باید دقیق وڅېړل شي او په پراخه کچه ورته بیاکتنه وشي، تر څو د ستونزو د حل او د پروژې د چارو د چټکتیا لپاره اړین تدابیر ونیول شي.
همداراز، یادونه وشوه چې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو سره باید د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلین په دوامداره توګه همکاري او څارنه وکړي، تر څو د نمرو د پیر او پلور په پروسه کې هر اړخیزه همغږي او مدیریت باوري شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، د نوي کابل ښار د پرمختګ لپاره باید د پروژې هر اړخ په منظم او معقول ډول ترتیب شي.
ښاغلي شیخ نعماني زیاته کړه، دغه طرحه باید په داسې ډول عملي شي چې د پروژې د ټولو ستونزو د حل لاره ولري او په پایله کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي.
د غونډې په پای کې، د نوي کابل ښار د پرمختګ په اړه ځینې مهم پلانونه او وړاندیزونه مطرح شول چې باید د پراختیایي چارو د چټک او اغیزمنې پلي کېدا لپاره اړین ګامونه پورته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې دغه ستره پروژه باید په هر اړخ کې د شفافیت، ځیرکتیا او سرعت سره پر مخ ولاړه شي، تر څو د ښاري پراختیا په برخه کې له شته ننګونو سره مبارزه وشي او د کابل ښار د پرمختګ لپاره دوامداره او اغیزمن اقدمات وشي.
