د پُل علم ښار د منظمې ودې او پراختیا په تړاو خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۵۰
لوګر

۱۴۴۶/۰۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد سره وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

دواړو لوریو، د پُل علم ښار د سوداګریزې ساحې د شته ستونزو او حل لارو په تړاو خبرې وکړې.

دغه راز بحث د پُل علم ښار د بافت لپاره په نوي اصلاحي پلان خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د پُل علم ښار د ستراتېژيک پلان لپاره د تفصیلي پلان پر پلي کېدا ټینګار وکړ.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، په لوګر ولایت کې دې د نویو استوګنیزو ښارګوټو د پلانونو چارې په سمه توګه ترسره شي او ټول اړخونه دې په پام کې ونیول شي.

لوګر کې د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي مطیع الله زاهد په پُل علم ښار کې د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه او د حل په موخه یې د محترم وزیر د لارښوونو غوښتنه وکړه.

دغه راز یادونه وشوه چې، په یاد ښار کې ځینې برخې باید په پلان کې شاملې شي هغه چې د ښار په محدوده کې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو د منظمې ښاري ودې او پراختیا لپاره کار کوي او هڅه کوي چې د نوي عصر سره سم د اړتیا له مخې پلانونه جوړ او پلي کېدا ته وسپاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت