په پروان ولایت کې د کوڅو د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵۶
پروان

 

۱۴۴۶/۹/۱۶

د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چاریکار ښار د ځینو کوڅو د کانکریټ اچونې له چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغلي انجنیر حنیف وویل، د چاریکار ښار په درېیمه ناحیه کې د کوڅو د ویالو د سنګکارۍ او د سنګکارۍ د پاسه د کانکریټ اچونې چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت