هلمند ولایت کې د یو غیر پلاني کار مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۵۹
helmand

۱۴۴۶/۰۷/۱٨
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا یې د هلمند ولایت په مختار معلمین ساحه کې د یو غیر قانوني او غیر پلاني سوداګریز مارکېټ له جوړولو مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي ناظم وایي، دغه سوداګریز مارکېټه د هلمند ښاروالۍ له لوري اجازه ورکړل شوې وه، خو په ټوله کې چاره غیر قانوني وه، نو دوی یې مخنیوی وکړ.
نوموړی وایي، دا چې د یاد مارکېټ ځمکه د قومانداني خدماتي ساحه وه، نو موضوع یې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو محترم کمېسیون ته راجع کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د ودانیزو پروژو په ځمکه او نورو چارو کې ټولې حقوقي او تخنیکي ستونزې حل کړي او بیا د فعالیت اجازه ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۸
Background image

کونړ ولایت کې د خاص کنړ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي ودانیزې چارې بیا پیل شوې

۱۴۴۷/۷/۱

د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند ودانیزې چارې بیا پیل شوې.

په دغه ولسوالۍ کې د مهاجرینو اړوند ښارګوټي هغه ودانیزې چارې چې د وروستۍ زلزلې له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د کاپیسا ولایت د اداري ودانۍ پروژې بشپړ تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق ریاست تخنیکي ټیم د کاپیسا ولایت د اداري ودانۍ پروژې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د یتیمانو ښارګوټي د ودانیز چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۱

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو بشپړ تخنیکي نظارت ترسره شو، چې یاد نظارت د کور او ښار جوړولو وزارت د هدایت پر اساس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت