د کابل اولسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو مخنیوي په موخه عامه پوهاوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۵۶
عامه پوهاوی

13/6/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو مخنیوي راست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، اړوند ټیم یې د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د ادروګل ښارګوټي له ساحې لیدنه وکړه او هلته یې خلکو ته د ښاري سرغړونو مخنیوي برخه کې عامه پوهاوی ورکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د یاد ښارګوټي اوسېدونکو ته د ښاری پلانونو د رعایت او تطبیق لپاره معلومات او ځانګړې لارښوونې وشوې، ترڅو ښار جوړولو اصول او مقرراتو ته په پام خپلې چارې تنظیم کړي.

نوموړی وایي، اړوند ټیم یې عام خلک وهڅول چې ښاري پلانونه رعایت کړي او د کور او ښار جوړولو له وزارت سره همکار پاتې شي.

 د خلکو او د کور او ښار جوړولو وزارت ترمنځ د نږدې اړیکو رامنځته کول، موجوده ستونزو ته رسېدنه او د خلکو شکایتونه، نیوکې او وړاندیزونه اوریدل، ترڅو د خنډونو په له منځه وړلو او ښاري ستونزو حل کې مرسته وشي، د ښاري پلانونو رعایت او د ښاري فرهنګ او ژوند کولو پراختیا، د ښاري ژوند د رفاه لپاره د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د پیاوړې همکارۍ روحیه تازه کول او داسې نور موارد هغه ټکي وو، چې خبرې پرې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ترڅنګ خلکو په دې اړه عامه پوهاوی هم ورکوي، چې څنګه کېدای شي خوندي او ارام چاپېریال ولري، منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته کړي او له خپل سریو ډډه وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په غزني کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د اندړو ولسوالۍ اړوند، د کابل–کندهار لویې لارې په اوږدو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د سلطان. . .

BACK TO NEWS