سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۳۷
سرپل

۱۴۴۶/۰۶/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیمونو یې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ تکزار بازار او د ګوسفندي ولسوالۍ مرکزي بازار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د ګوسفندي ولسوالۍ بازار کې یو شمېر هټۍ د تفصیلي پلان خلاف جوړ شوي او د ځینو نورو مخنیوی وشو.

دغه راز، په سانچارک ولسوالۍ کې هغه ودانۍ چې د ویزه شوې نقشې خلاف جوړېدل، د دغه ریاست د کارکوونکو له لوري ورته لازمې لارښوونې شوي چې چارې قانوني او پلان مطابق سرته ورسوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي او تخنیکي ټیمونو د اړوندو ولسوالیو له ښاروالیو غوښتي چې د غیر پلاني ودانیو مخنیوی وکړي او خلکو ته لارښوونې وکړي چې قانون عملي کړي او ښاري پلان ته درناوی ولري.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې په ټولو برخو کې ښاري پلانونه په پام کې ونیسي او له سرغړونو ډډه وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په غزني کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د اندړو ولسوالۍ اړوند، د کابل–کندهار لویې لارې په اوږدو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د سلطان. . .

BACK TO NEWS