یو شمېر ایراني مهندسانو لېوالتیا وښوده چې د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې همکاري وکړي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۳۴
irani engineers

۱۴۴۶/۵/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ایراني مهندسانو سره وکتل او د ښارونو او مسکن په تړاو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

لومړی، ایراني مهندسانو په (BIM) سیستم کې د ساختمان او مسکن د نقشو طرحې په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چمتو دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې همکاري وکړي او د پانګونې زمینې برابرېدو په صورت کې پانګونه وکړي.

ایراني مهندسانو وویل، د ودانیو جوړولو سیستم نوی دی او کولای شي په نقشه کې ستونزې او نیمګړتیاوې په ښه توګه درک شي.

ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني،  ایراني مهندسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې په ښارونو او مسکن جوړولو برخه کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.

ښاغلي نعماني وویل، هڅه به وکړي چې افغانستان کې د منظمې ښاري ودې او پراختیا او دغه راز د مسکن برخه کې د پانګونې لپاره په نوي کابل ښار کې زمینه برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو داخلي او بهرني پانګوالو غواړي چې راشي او په نوي کابل ښار کې د مسکن او منظمې ښاري ودې او پراختیا برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت