د رحمان مېنې د ښارګوټي د پروژې د ستونزو په تړاو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۴۵
معین

4/4/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د کابل ښار په اتمه ناحیه رحمان مېنه کې د هستوګنیزې پروژې له مسوولینو سره وکتل.

لومړی، د رحمان مېنې د ښارګوټي د پروژې مسؤلینو د یادې پروژې د ستونزو او د ودانیزو چارو د ځنډېدو لاملونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

دوی زیاته کړه، که څه هم په پوره ډاډ سره د یاد ښارګوټي ودانیزې چارې پیل شوې وې، خو په خبره یې وروسته د یو لړ حقوقي ستونزو له امله روانې چارې په ټپه ودرېدې .

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د یادې پروژې اړوندو مسؤلینو ته دنده وسپارله، تر څو د رحمن مینې د ښارګوټي ټول موضوعات په هر اړخیزه توګه وڅیړي او په راتلونکې ناسته کې دې یې وړاندې کړي، چې په تړاو یې پرېکړه وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د نیمه کاره او په ټپه ولاړو پروژو ستونزې حل او ودانیزې چارې یې پېرته پیل کړي، چې ورسره به خلکو ته مناسبه سرپناه برابره او د کار کولو زمینه برابره شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

لوګر کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست لپاره نوې اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۷/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په لوګر ولایت کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست اړوند یوه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د پرانیستې په دغه مراسمو کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۵
Background image

په ننګرهار کې د مسجد شریف د اعمار چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۳/۱۷

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حافظ محمد نبي سعیدي وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ترانسپورت ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د اعمار له پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۴۹
Background image

د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د ګبیوني دېوال د جوړېدو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۱۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سپین بولدک ولسوالۍ په ساحه کې د پېښو سره د مبارزې ریاست اړوند د. . .

BACK TO NEWS