د حیرتانو بندري ښارګوټي کې د یو تعمیر له ودانیزو چارو څارنه
۱۴۴۶/۰۳/۱۵
بلخ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د حیرتانو بندري ښارګوټي کې د یو تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي حامد وایي، یاد تعمیر په حیرتان بندري ښارګوټي کې د محکمې اړوند کېږي چې دمګړۍ یې ودانیزې چارې روانې دي.
د هغه په خبره، د ریاست تخنیکي ټیم یې قراردادي شرکت مسؤلینو ته د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ودانیزو پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د پلان او نقشې مطابق پر مخ ولاړې شي.