د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون په بېلا بېلو مواردو بحث وکړ
۱۴۴۵/۱۲/۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون ناسته وکړه او پر درویشت بېلا بېلو موضوعاتو یې بحث وکړ.
په دغه ناسته کې، د هغه یو شمېر تېلو پمپ سټېشنونو د تخنیکي مسایلو، اسنادو او سوابقو په اړه هر اړخیز بحث وشو، چې د اړوندو ادارو څخه را استول شوي وو.
د ناستې په پایله کې، د (۲۳) مواردو څخه (۱۱) هغه یې تائید او پاتې (۱۲) نور یې د ځینو تخنیکي نیمګړتیاوو له امله وځنډول شول، چې په تړاو یې ټول اسناد پوره او تخنیکي ستونزې ختمې او بیا د رد یا تائید په موخه به بلې ناستې ته وړاندې کېږي.