په ننګرهار ولایت کې د ولسوالیود امنیې قوماندانیو او حوزو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
۱۴۴۵/۱۱/۱۳
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعیدي وایي، د ولایت د محترم مقام په هدایت د ګډ پلاوي په ترکیب کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جلال اباد ښار د امنیتي حوزو او ولسواليو د امنیې قوماندانیو لپاره ځمکه مشخص کړه.
ښاغلي سعیدي وویل، د جلال اباد ښار د نهه ناحیو او یو شمېر ولسواليو د امنیې قوماندانیو د تعمیرونو د جوړېدو په موخه ځمکه مشخص شوه چې وروسته به ورته کروکي او سکیچ جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د ادارو په غوښتنه د تعمیرونو لپاره ځمکه مشخص کوي، کروکي او سکیچ ورته ترتیبوي، د تطبیق لپاره یې بېرته اړوندو ادارو ته سپاري.