ننګرهار کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د لنډمهالي پنډغالي جوړولو تفصیلي پلان د تطبیق په حال کې دی
۱۴۴۵/۵/۲۶
ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د ننګرهار محترمې ښاروالۍ په مرسته د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د لنډمهالي پنډغالي جوړولو تفصلي پلان جوړ کړ، چې دمګړۍ د تطبیق په حال کې دی.
یاد تفصیلي پلان په ۲۳۸ جریبه ځمکه کې د دوه زره او پنځوس خېمو ظرفیت لري، چې د ننګرهار ولایت په تورخم کې طرحه شوی دی.
د یاد تفصیلي پلان د تطبیق او تمویل چارې د ننګرهار محترمې ښاروالۍ له لوري ترسره کېږي او څارنه یې بېرته د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ریاست کوي.
د بېرته راستنېدونکو کډوالو لنډمهالی پنډغالی په پنځه زونونو وېشل شوی، چې مسجد شریف، اداري دفتر، روغتیايي کلینیک، هټۍ، د کرکټ لوبغالی او تشنابونه په کې په پام کې نیول شوي دي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.
