د مرکزي او ولایتي ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او د چارو انسجام او پرمختګ په موخه دوه ورځنی علمي سمینار پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۳۴
...

22/5/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت د مرکزي ریاستونو او دویمو واحدونو ترمنځ د همغږۍ زیاتېدو، د چارو انسجام او پرمختګ په موخه دوه ورځنی علمي سمینار پیل کړ.

په دغه سمینار کې د کور او ښار جوړلو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د ښه راغلاست ترڅنګ د چارو انسجام او پرمختګ په موخه هر اړخیزه وینا وکړه.

ښاغلي بامیاني وویل، تاسې هر یو په خپل ولایت کې ستر مسؤلیت لرئ او باید په پیاوړي عزم او ارادې سره د افغانستان لپاره کار وکړئ.

نوموړي زیاته کړه، علمي سمینارونه د راتلونکي لپاره ښه اغېز لري او له مسؤلینو یې وغوښتل چې په سمینار کې د ګډون نیت د الله رضا لپاره وکړي او څه چې دلته بیانېږي معنوي فضیلت دی چې عملي کول يې جهاد دی.

شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، دا زموږ دنده او مسؤلیت دی چې افغانستان له سیالانو سره سیال او د خپلو هېوادوالو خدمت په سمه توګه وکړو.

د سمینار په لومړۍ ورځ د پالسۍ او پلان جوړولو، برنامو، نشراتو، ماسټر پلان او تفصیلي پلان او دغه راز نورو اړوندو ریاستونو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل علمي او تخنیکي پریزنټېشنونه وړاندې کړل.

د کور اوښار جوړولو وزارت هر کال ولس ته د ښه خدمت کولو په موخه د خپلو دویمي واحدونو لپاره د اړتیا وړ علمي سمینارونه ترتیبوي.

-------------------------------------------

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۱۲
Background image

راتلونکې اونۍ په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي چارې پیلېږي

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله لسمه ناسته وکړه، چې په کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په تړاو په بېلا بېلو موضوعاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۹
Background image

غزني ښار کې د څلویښت متره سړک د کربونو د رنګمالۍ له چارو ليدنه وشوه

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ابادۍ او پرمختګ لپاره پلانونه چمتو کوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو ادارو ته سپاري.

دغه وزارت هڅې پیل کړي چې ټولې د ابادۍ چارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د. . .

BACK TO NEWS