د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د ساختماني شرکتونو د ټولنې له مشر او غړو سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۳:۴۷
picture

۱۴۴۴/۱۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د په کور دننه ساختماني شرکتونو د ټولنې له مشر او غړو سره وکتل او په بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په ناسته کې د ساختماني شرکتونو ټولنې مشر د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د خپلو چارو د کمیت او کیفیت برخه کې یې هر اړخیز ډاډ څرګند کړ.

دوی غوښتنه وکړه، چې په رغنیزو پروژو کې دې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب او ونډه ورکړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، هڅه کوي چې روان کال د ساختمان مارکېټ څرخ تاواولو او د چارو پرمختګ په موخه پر یو میکانیزم کار وکړي.

شیخ نعماني، په دغه برخه کې د ساختماني شرکتونو د ټولنې همغږي او همکاري هم اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به یوه بله ګډه ناسته وکړي او د ستونزو پر حل او د چارو بهیر پر چټکتیا به خبرې وکړي.

ښاغلي حمدالله نعماني د ساختماني شرکتونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې ملاتړ یې کوي او دوی هر وخت کولی شي وزارت ته راشي او خپلې مشورې د وزارت له مقام سره شریکې کړي.

سرپرست وزیر وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او اړتیا ده چې افغانان یې په خپلو مټو اباد کړي او د پردیو په تمه دې پاتې نه شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د یوې ودانیزې پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د احاطې دیوال، سنګ‌ کارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۵۲
Background image

په کابل ښار کې د خوشحال‌ خان د سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه وکړه

1447/05/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال‌خان له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت