د اوسپنیز کانکریټ تخصصي دورې روزنیز پروګرام پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
انځور

۱۴۴۴/۰۶/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت یو شمېر انجنیرانو ته د اوسپنیز کانکریټ تخصصي دورې د روزنې پروګرام پیل شو، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن چارو رئیس ښاغلي سید عثمان سادات، دغه پروګرام ګټور وباله چې کولی شي د اوسپنیز کانکریټ د میتودونو او تګلارو زده کړې ترڅنګ په کې انجنیران یو له بل سره خپلې تجربې او نظرونه شریک کړي.

ورپسې د یاد ریاست کارکوونکي ښاغلي انجنیر حسیب کاشفي چې د اوسپنیز کانکریټ تخصصي دورې روزنه ورکوي، د بشري سرچینو له ریاست مننه وکړه، چې د پروګرام په پیلولو کې یې ورسره مرسته کړې او زیاته یې کړه، چې روزنیز موارد ډېر ګټور دي او کولی شي، چې په دغه برخه کې شته ستونزو ته تر یو بریده ځواب ووایي.

دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي سید عبدالحق رحمتیار یادونه وکړه، چې ورته پروګرامونه د وزارت د کارکوونکو کاري ظرفیت لوړوي او هڅه به وکړي چې نور بېلا بېل روزنیز پروګرامونه هم چمتو کړي.

په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي مشاور ښاغلي انجنیر یاسین هوتک وویل، ورته پروګرامونه کولی شي د وزارت اړوند انجنیرانو په تجربو کې زیادت راولي او چارې معیاري شي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه، افغانستان یو اسلامي هېواد دی او باید د اسلامي ښارونو په رامنځته کولو کې د کور او ښار جوړولو وزارت بې درېغه هڅې وکړي او نړۍ ته ثابته کړي چې اسلامي ښارونو کې د ټولو اوسېدونکو لپاره حقوق او امتیازات په پام کې نیول کېږي او یوه ودانۍ بلې ته په زیان نه تمامېږي. 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت