د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي بورد ناسته تر سره شوه
1444/04/27
د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي بورد ناسته د محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د دې وزارت د رئیسانو، امرینو او د پروژو د مسؤلینو په شتون کې د دې وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دې تخنیکي غونډه کې د هوکړه لیکونو، د کور او ښار جوړولو وزارت د عوایدو د راټولولو د فیصدۍ په اړه د عمر ګلستان ښار ګوټي، د څلورم مکروریانو د B1، B2 او په ده سبز کې د 20 زره واحده استوګنیزه پیروزي ښار ګوټي په اړه خبرې وشوې او د دې پروژې مسؤلینو د عوایدو د څرنکوالي او را ټولولو په اړه هم معلومات ور کړل.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د شته ستونزو د حل په موخه او د دې وزارت د عوایدو د راټولولو لپاره د ریاستونو او پروژو له مسؤلینو یوه کمیټه جوړه کړه تر څو موضوع دقیق بررسي کړي.
