پنجشېر ولایت کې غصب شوې دولتي ځمکې بېرته راګرځول کېږي
۱۴۴۴/۰۴/۲۷
د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د پرېکړې له مخې، چې د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست یې غړی دی؛ هغه دولتي ځمکې چې په پنجشېر ولایت کې غصب شوي دي او محاکمو یې د بېرته راګرځولو پرېکړه کړې؛ بېرته راګرځول کېږي.
د دولتي ځمکو له غصب د مخنیوي کمېسیون لپاره لایحه او مقرره توشېح شوې، چې ولایتي کمېټې هم په کې شاملې دي.
موخه دا ده؛ چې د ټول هېواد په کچه غصب شوې دولتي ځمکې به بېرته راګرځول کېږي، هغه ځمکې چې د غصب تر ګواښ لاندې دي، مخنیوی به یې کېږي او دغه چاره به په ټولو ولایتونو کې پلې کېږي.
