د جوزجان اقچې ولسوالۍ کې د یو ورزشي جمنازیوم د پرمختګ چارو کیفیت و ارزول شو
۱۴۴۳/۱۰/۳۰
د جوزجان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د طرزالعمل مطابق په جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ کې د یو ورزشي جمنازیوم د رغېدو چارو کیفیت ارزونه وکړه.
د دغې پروژې ساختماني چارې چې له تحول وروسته یې کارونه په ټپه ولاړ و، د یو خصوصي شرکت سره یې تړون لاسلیک شوی و، چې اوس یې بېرته د رغېدو چارې پیل شوې.
دغه چارې به د انجنیرۍ د ټولو نورمونو مطابق پر مخ روانې وي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.