یو ترکی ساختماني شرکت غواړي د کابل په پېروزي ښارګوټي کې پانګونه وکړي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
sfgrfg

۱۴۴۳/۰۹/۱۱

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د (۷۷) په نوم یو ترکي ساختماني شرکت له مرستیال سره وکتل او  په پېروزي ښارګوټي کې یې د پانګونې په تړاو خبرې وکړې.

د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت مرستیال لومړی د خپل شرکت د فعالیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې غواړي د پېروزي ښارګوټي په صنعتي ساحه کې یوه د ساختماني موادو د تولید فابریکه جوړه کړي.

هغه په دې اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي څخه د پېروزي ښارګوټي په صنعتي سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ جریبه ځمکې غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال وویل، له ټولو هغه پانګوالو ملاتړ کوي او هرکلی ورته وایي چې غواړي د افغانستان په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندو برخو کې پانګونه کوي.

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي وویل، د یاد ترکي شرکت له غوښتنې سره سم به د پېروزي ښارګوټي له مسؤلینو سره خبرې وکړې او تر مشورو وروسته به د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې او د شرایطو سره سم به یې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت په واک کې ورکړي چې خپل فعالیتونه پیل کړي.

 په اخر کې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت مرستیال د مننې په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ته یو جلد قران کریم هم ډالۍ کړ.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۵:۳۹
Background image

پروان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو لپاره د ښارګوټي توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۰/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې پروان ولایت کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ریاستونو د همغږۍ ناسته وکړه

۱۴۴۶/۱۰/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ساختمانونو د ډیزاین ریاست، د ساختمانونو د جوړولو ریاست او د مهندسې د طرحې او لنډ سکیپ ریاست تر منځ د چارو د ښه والي او همغږۍ ناسته تر سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۲۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت هغه پروژې ډیزاینوي چې، خلکو د کار زمینې برابروي

۱۴۴۶/۱۰/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، وزارت یې د ترانسپورت محترم وزارت سره د چارو په غوره ترسراوي کې همکار دی.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني. . .

BACK TO NEWS