ټول کارکوونکي باید د کاري پلان په پلې کولو کې هڅه وکړي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۵:۳۰
IM

۱۴۰۱/۰۱/۰۱

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو چارو سرپرست محترم الحاج ملا عبدالرحمن رحماني د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د خمکو برخې له مسؤلینو او کارکوونکو سره کاري ناسته وکړه.

په پیل کې د ځمکو چارو سرپرست ښاغلي الحاج ملا عبدالرحمن رحماني دعا وکړه چې نوی لمریز کال دې د خیر ، لاسته راوړنو او سوکالۍ کال شي.

ورپسې د ځمکو برخې مسؤلینو او کارکوونکو په جلا جلا ډول د ۱۴۰۰ کال د وروستۍ ربع راپورونه په بشپړه توګه روښانه کړي چې څنګه خپلې چارې پر مخ بیایي او د ۱۴۰۱ کال لپاره یې هم خپلې تګلارې ورته روښانه کړي دي.

الحاج ملا عبدالرحمن رحماني د یادو مسؤلینو د کاري راپور او تګلارو له اوریدو وروسته د اړوندو ادارو د کار ستاینه وکړه.

نوموړي د وزارت له اړوندو مامورینو غوښتنه وکړه چې د خپل کاري پلان په پلې کولو کې دې بې دریغه هڅې وکړي.

هغه ډاډ ورکړ چې په ټولو چارو کې به ورسره بشپړه همکاري کوي.

.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت