په غزني ولایت کې د ابوریحان بېروني مقبره رغول کېږي

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۳:۵۲
غزنی

د جمهوري ریاست لوړ مقام د هدایت پر بنسټ، په غزني ولایت کې د ابوریحان بېروني مقبرې د رغولو او د طرحې جوړولو په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ودانیزو چارو معینیت تر نظر لاندې د تاریخي ابدو او جوماتو د ترمیم او بیا رغولو پروژې امریت متخصصینو ډلې له سیمې د مطالعاتو، سروې او ارزونې وروسته، یوه ځانګړې طرحه ترتیب کړه او د ملاحظې لپاره یې د جمهوري ریاست لوړ مقام ته واستوله او تائید شوه.
د دې مقبرې طرحې ترکیب د غزنویانو او اسلامي معمارۍ په سبک جوړ شوی او پلان یې یو اته‌ ضلعي ستوری دی چې له بهرام‌شاه منار څخه یې الګو اخېستل شوې ده. په دې طرحه کې د ښایست په موخه د سلطان مسعود له منار څخه هم الهام اخیستل شوی او د دې طرحې په لوړه برخه کې هڅه شوې ده چې د لېندیو او کمانونو بڼه یې له اسلامي مډرنو معماریو څخه جوړه شي چې په ښکلا کې یې لا ډېر زیاتوالی راشي.
همداراز، په دې طرحه کې هڅه شوې ده چې د ستر پوهان ابوریحان بېروني کړنو ته پوښښ ورکړل شي او له کومه ځایه چې هغه د خپلې دورې یو له مهمو ستور پېژندونکیو څخه وو، په پام کې ده چې د دې طرحې په پلي کېدو سره د مقبرې په چت کې لمریزې منظومې تر څنګ د لمر رڼا فېلټر او شمسي منظومې سیوری جوړ شي چې دا چاره لېدونکیو ته د هغه د ستور پېژندنې انځور وړاندې کوي.
دا پروژه پر ۷۲۰۰ متر مربع ځمکې د غزني په تاریخي ښار کې جوړېږي چې په‌کې مقبره، د ټکټ پلورلو ځای، د ساتونکیو خونه، عصري تشنابونه، تم‌ځای، پلې لارې او زرغونې سیمې شاملې دي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د نوي کابل ښار لپاره برېښنایي سیستم معرفي او تشریح شو

۱۴۴۷/۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، د نوي کابل ښار لپاره د نوي جوړ شوي برېښنایي سیستم د معرفي او تشریح غونډه ترسره شوه.

په دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیزو او سوداګریزو پروژو د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په کابل ښار کې د یوې استوګنیزې او سوداګریزې پروژې د پانګونې د غوښتنې د ارزونې په موخه، د رمبو اسکای سوداګریز او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په کابل ښار کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه جدي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت