په میدان  وردک کې څه باندې ۱۷۱  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۸:۱۷
میدان وردک

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  میدان وردک  ولایت اړوند سیمو په  ۲۱۳  قطعو کې ۱۷۱  زره او ۳۳۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۱۶۷۰۸۳  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې  ۴۲۴۷  جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۵۲
Background image

غزني ولایت کې د مهاجرینو لپاره د البیروني ښارګوټي د پلان بیا کتنه وشوه

۱۴۴۶/۰۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت د مهاجرینو لپاره د البیروني ښارګوټي د پلان د مسودې بیا کتنه وکړه.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۱۳
Background image

کونړ ولایت کې د ښارې سرغړونو مخنیوی وشو

۱۲/۱۰/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

په خپل وخت د مسؤلیتونو په ترسره کولو د مالي او اداري مرستیال ټینګار

۱۴۴۶/۰۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره وکتل او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.

ښاغل. . .

BACK TO NEWS