په پلازمینه کې څه باندې ۳۱۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۹:۵
پلازمینه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د کابل ولایت اړوند سیمو په ۲۷۷ قطعو کې ۳۱۰ زره او ۷۳۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۰۲۵۵۷ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۸۱۷۶ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت  پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه له تخنیکي پلوه وارزول شوه

۱۴۴۸/۳/۳۰

د جلال‌اباد ښار د ماسټر پلان وړاندیز شوې طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د اړوند تخنیکي ټیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

په دهراوود ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۳۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخلفاتي ټیم، د دهراوود ولسوالۍ د پلان لرونکو ساحو د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلان د تطبیق د ارزونې په موخه څارنه ترسره کړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د زابل ولایتي روغتون د دوو نویو ودانیو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۹

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون کې د دوو نویو ودانیو د ساختماني چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادو ودانیو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت