لوګر کې څه باندې ۱۰۰ زره جریبه څړځایونه سروې شول

Nasiri_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۹:۷
لوګر

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په لړ کې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې په ۱۵ قطعو کې ۱۰۰ زره او ۷۴۷ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

یاد وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ میلیونه او ۵۲۲ زره او ۴۱۱ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د څړ ځایونو سروې، نښه کولو او ثبت سره د څړځایونو څخه معقولې او ګټورې استفادې او همدرازا د مالدارۍ ودې، اقتصادي ځان بسیاینې او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه سروې او د دولتي او عامه ځمکو بانک کې یې ثبتوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۶
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت