سمنګان کې څه باندې ۱۳۱ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۰:۴۴
سمنګان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د سمنګان ولایت اړوندو سېمو په ۳۸۴ قطعو کې، ۱۳۱ زره او ۲۲۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۲۶۹۰۷ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۴۳۱۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې له ښاري سرغړونو څخه څارنه او عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار پنځمې ناحیې، کمپنۍ سړک، له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري سرغړونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د یاد وزارت د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د نظارت ریاست اړوند تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۸
Background image

په هلمند کې د ترانسپورټ ریاست د ودانۍ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، اړوند د نظارت تخنیکي ټیم د ترانسپورټ ریاست د ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د ترسره شوې څارنې پر مهال، په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت