بامیان کې څه باندې  ۲۳۱ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۰:۳۵
بامیان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د بامیان ولایت اړوندو سېمو په ۲۱۰ قطعو کې، ۲۳۱ زره او۶۹  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۵۲۴۲۰ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۷۸۶۴۹ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د نقشې خلاف ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د ښار د ودانیزو چارو د څارنې تخنیکي ټیم د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمو ته ورغلی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

په تورغنډۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تورغنډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له بهیر څارنه وکړه او د کار د کیفیت ارزونه یې کړې ده.

د ساحوي لیدنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت