په ننګرهار کې ۵ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په ننګرهار ولایت کې ۵ جریبه ځمکه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته ولېږدوله.
یاده ځمکه چې په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده د اوبو او لمریزې برښنا د تاسیساتو جوړولو په موخه د کلیو او پراختیا وزارت په وړاندیز دې وزارت ته انتقال شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.