په میدان وردګ کې ۱۲۵جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په میدان وردګ ولایت کې ۱۲۵ جریبه دولتي ځمکه ګرنې او مالدارۍ وزارت ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د مثمرو او غیرې مثمرو نیالګیو د روزنځای رغولو په موخه کرنې او مالدارۍ وزارت ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.