په لغمان کې د سرخکان پارک دویم فاز استنادي دېوال او احاطې رغونې چارې ۲۲ سله بشپړې شوي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۰:۶
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت په قرغه‌يي ولسوالۍ کې د سرخکان پارک دویم فاز استنادي دېوال او احاطې چارې ۲۲ سلنه بشپړې کړې دي.

 یاد استنادي دېوالونه ۲۵۲۰ مټره او د احاطې دېوال ۹۹۶ مټره اوږدوالي لري چې په ۹۹ مېلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختیایي بودجې رغول کېږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ملي او ټولګټو پروژو په لاره کې د شته ننګونو له منځه وړلو ته ژمن دی، څو له لارې یې د ښار او کلیو وګړیو ته د ټولنیز ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.‍

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

په لغمان ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست فني او مسلکي ټیم، په دغه ولایت کې د کابل ـ جلال‌اباد هډې اړوند د ښاروالۍ د پمپ سټېشن او موټرو مینځلځای پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست نوی رئیس وټاکل شو

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره محترم مولوي عبدالحنان (حامد) د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوي رئیس ټاکنه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت