نیمروز کې څه  باندې ۲۹۲ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۰:۲۷
نیمروز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت  په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د نیمروز ولایت اړوندو سېمو په ۲۸۱ قطعو کې ۲۹۲۵۸۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي ده.

له دې شمېر څخه ۲۹۱۶۲۷ جریه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۹۵۷ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کېږي، سروې او ثبت کړی او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

د سرپل ولایت د تعلیمي بنسټونو د ترمیم او ښاروالۍ د مارکېټ له ودانیزوچارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ولایت د کمیټې په ملتیا د څلورو تعلیمي ودانیو د ترمیم او د ښاروالۍ د مارکېټ د بنسټونو د کانکریټ اچونې چارې وڅارلې، څو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۳
Background image

د ښار جوړولو متخصصین د نوي کابل ښار د ماسټر پلان پر محور راټول شول

۱۴۴۷/۴/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د دقیقې ارزونې او په عملي ډګر د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نوي کابل ښار ماسټر پلان او ساختاري پلان د متخصصینو پر مېز کېښود.

په دې معلوماتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

BACK TO NEWS