فاریات کې څه باندې  ۱۷۸ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۱:۲۶
فاریاب

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د فاریاب ولایت اړوندو سېمو په ۱۸۲ قطعو کې ۱۷۸۱۶۰ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړه.

له دې شمېر څخه ۱۶۷۷۶۶ جریبه سپینه دولتي او پاتې ۹۲۹۴ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کېږي، سروې او ثبت کړی، دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۴۹
Background image

کابل ښار کې د قطر استوګنیز ښارګوټي د رغنیزو چارو له بهیر تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴/۱۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو پر تطبیق د څار محترم ریاست تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د کابل–بګرام سړک د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د نوي کابل ښار د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل–بګرام سړک د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سړک په بېلابېلو برخو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۶
Background image

تازه؛ په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.

د ورکړل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت