په خوست کې څه باندې ۲۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۹:۳۹
خوست

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې خوست ولایت کې په ۲۵۲ قطعو کې ۲۳۰۰۶۹ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۱۸۷۲۵ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۱۱۳۴۴ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۸
Background image

د لوګر ولایت په کډوالو ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري، کډوالو او بېرته راستنېدونکو ته په وېشل شوي ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له روانو چارو تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ولایت کې د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ، د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو او هوارولو پروژه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت