لغمان ولایت کې ۱۷۸۱۰۳ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
![لغمان](/sites/default/files/2020-10/laghman.jpg)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په لغمان ولایت کې ۱۷۸۱۰۳ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
له دې شمېر څخه، ۱۶۲۶۱۵ جریبه سپینه دولتي او پاتې ۱۵۴۸۸ جریبه ځمکه د دولت تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###