ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۱:۵۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محترم محمد قاسم حلیمي سره وکتل او د ځمکو د انتقال او د یاد وزارت د جایدادونو د ثبت په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محترم محمد قاسم حلیمي د کورنیو چارو وزارت څخه د حجاجو د مجتمع لپاره د ځمکې د انتقال، د یاد وزارت د ودانۍ لپاره د اته جریبه ځمکې انتقال، د کابل ولایت په ده سبز ولسوالی کې د حجاجو د مجتمع د جوړولو لپاره د یوې ځانګړې سیمې تثبیت، په موقتي توګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د ودانۍ انتقال او د وقفي ځمکو د ثبت په اړه معلومات وړاندې کړل او د یاد وزارت له مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ځمکوالۍ چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو د حجاجو د مجتمع د جوړولو په موخه د کورنیو چارو وزارت څخه د ځمکې د انتقال په برخه کې له دې وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

په همدې ترتیب، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ودانۍ جوړولو لپاره ژر تر ژره دې د اړتیا وړ اته جریبه  ځمکې ده تصفیه کړي.

همدارنګه، محترم محمود کرزی د کابل ولایت په ده سبز ولسوالی کې د حجاجو د مجتمع د جوړولو لپاره د یوې ځانګړې سیمې تثبیت په اړه وویل چې د نوي کابل ښار د ماستر پلان جزيیات دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره شریک او د سیمې د ټاکلو سربېره، دې وزارت سره د ټوپوګرافي سروې، کروکي اخېستلو او د یو منظم پلان په جوړونه کې همکاري وشي.

سربېره پردې، محترم محمود کرزی، خصوصي سازي ریاست ته لارښوونه وکړه ترڅو ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته په موقت ډول د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د ودانۍ انتقال په برخه کې مرسته وکړي.

د دې کتنې په پای کې، ځمکوالۍ چارو معینیت ته لارښوونه وشوه ترڅو ټولې وقفي ځمکې د ځمکو بانک له لارې سروې او ثبت شي او د دې وزارت ټولو ولایتي ریاستونو ته دې په رسمي بڼه ابلاغ شي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له موافقې پرته هیڅ وقفي ځمکه دې نورو موخو لپاره ځانګړې نشي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴
Background image

د شینډنډ ولسوالۍ د کانال جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ناظر د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ سوېل لوري او د معارف سړک شمال لوري د کانال جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت