د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۸:۱۵
کابل

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د دوست هیواد چین د مرستې، نیله باغ پروژې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د لومړي فاز تړون چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد MCC19 کمپنۍ مسوولینو په داسې حال کې چې په کابل کې د دغه هیواد سفیر هم حضور درلود لاسلیک شو، یادونه وشوه.

جمهوررئیس غني د دوست هیواد چین د مرستې او همکارۍ قدرداني وکړه او د افغانستان خلکو ته یې د یادې پروژې د تړون د لاسلیک مبارکي وویله.

وروسته د اجنډا مطابق د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د پنځم مکروریانو د لومړي فاز د تخنیکي او حقوقي ستونزو راپور له مشخصو وړاندیزونو او میکانیزم سره غونډې ته وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه، د ځمکې تصفیه، توپوګرافي سروې، د اصلاحي پلان ترتیب، په پروژه کې دخیل شرکت څخه د واضح تعهد اخیستل او تفاهم هغه اقدامات دی چې یاد وزارت د پروژې کاري بهیر د چټکتیا په موخه کړي او وړاندیز یې وکړ چې د شرکت ژمنو او د پروژې څو کلنې بلاتکلیفۍ ته په کتو دې کار پیل شي.

جمهوررئیس د غونډې د نظریاتو له اورېدو وروسته پریکړه وکړه چې پانګه اچونکی شرکت دې د پروژې د پیل او پای واضح تطبیقي او عملیاتي پلان ترتیب کړي او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت موظف شو چې یاده پروژه وڅاري او هرو شپږو میاشتو کې دې یو ځل د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ته، د هغې د کاري پرمختګ راپور وړاندې کړي.

همداراز جمهوررئیس غني کابل ښاروال او په حقوقي چارو کې د عالي مقام ستر سلاکار ته دنده وسپارله چې عدلیې وزارت سره په همغږۍ د اپارتمانونو او استوګنې کورونو د حقوقي دریځ د ایجاد په موخه مقرره ترتیب او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

وروسته د اجنډا مطابق کابل ښاروال د کرکټ بین المللي سټډیوم جوړولو لپاره د ځمکې ټاکلو موضوع غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د یاد سټډیوم جوړولو ساحه په پام کې نیول شوې ده.

جمهوررئیس غني ښارجوړولو او ځمکو وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې په راتلونکو دوه اوونیو کې دې له تخنیکي او اجتماعي پلوه مناسبه ځمکه انتخاب او پلان دې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ته وړاندې کړي.

همدا راز غونډې پرېکړه وکړه چې د کرکټ بین المللي سټډیوم جوړولو په اړه دې د افغانستان کرکټ بورډ واضح اقتصادي تحلیل وکړي.

وروسته د اجنډا مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د اوبو پروژې د مطالعاتي ټیم د استخدام طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي وویل، د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په افغانستان کې د اوبو بندونو د ډیزاین او مطالعې په موخه د اوبو پروژو د مطالعاتي ټیم د ایجاد طرحه ترتیب کړې چې د هغې مطابق به متخصص ټیم د هیواد د هایدرولیکي ساختمان او بندونو د طرحو او ارزونې په موخه په دوو کلونو کې استخدام شي، همدراز یې د یادې طرحې د منظورۍ وړاندیز هم وکړ.

جمهوررئیس د غونډې د ګډنوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د متخصصینو د استخدام په خاطر د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې وړاندیز شوې طرحه تایید کړه او وې ویل، د کوچنیو او سترو بندونو واضح تحلیل دې د هغو د ګټو او ګواښونو په پام کې نیولو سره ترتیب کړي.

همدارنګه د هیواد جمهوررئیس عدلیې وزارت موظف کړ چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې درې وړاندیز شوې مقررې په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴
Background image

د شینډنډ ولسوالۍ د کانال جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ناظر د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ سوېل لوري او د معارف سړک شمال لوري د کانال جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت