د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ ستراتیژیک پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۵:۲۲
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د بغلان له والي محترم ستر جنرال تاج محمد جاهد، په ملي شورا کې د خلکو له استازو، ولایتي شورا رئیس او د وزارت یو شمېر رئیسانو سره په کتنه کې د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ ستراتیژیک پلان منظور کړ.

په دې کتنه کې، د بغلان والي او په ملي شورا کې د خلکو استازو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزه همکارۍ په مننې وویل چې یاد وزارت د هېواد په کچه د ښاري انکشاف او ټولګټو پروژو د تطبیق په برخه کې مهم او رغنده رول لري او د دې پلان په پلي کېدو سره به د ده صلاح ولسوالۍ منظم انکشاف او پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره اړین فرصتونه برابر شي.

ورپسې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی بغلان یې د یاد وزارت لپاره یو له مهمو ولایتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ستراتیژیک او تفصیلي پلانونو په منظورۍ سره د ښارونو د انکشاف د مسیر د تعیینېدو سربېره، ټولګټو پروژه تطبیق ته چې پایله یې اقتصادي وده، کارمونده او ټولنیز هوساینه ده لاره هواروي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر همدارنګه اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د یاد پلان په تطبیق کې له تطبیق کوونکو ادارو سره همکاري وکړي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د بغلان ولایت د دوشي او اندراب ولسوالیو ستراتیژیک پلانونه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه له لوري منظور شوي دي.

په تېر یو میاشت کې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه ۲۲ انکشافي پلانونه (پنځه تفصیلي پلانونه، لس ستراتیژیک پلانونه، دوه منطقوي پلانونه او پنځه د بهسازۍ پلانونه) منظوري کړي چې په تطبیق سره به یې نږدې ۱۵ زره کسانو د مېشتېدو زمینه برابره شي، د ښارونو د منظم انکشاف سربېره، ټولګټو پروژو تطبیق ته لاره هواره او غیر رسمي ښاري سیمې په ښو استوګنیزې سیمې بدلې شي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت