فاریاب کې یوه تعلیمي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۷:۵۸
فاریاب

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د دهمیران ۱۶ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

د دهمیران ۱۶ صنفي ښوونځی په ۷۴۳ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۳۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړ شوی دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، ورزشي سټډیمونو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

په لښکرګاه ښار کې د لقمان حکیم سوداګریز او استوګنیز مارکیټ ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د لقمان حکیم سوداګریز او استوګنیز مارکیټ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه.

د ارزونې پر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱۶
Background image

په هلمند ولایت کې د ترانسپورټ ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، په هلمند ولایت، لښکرګاه ښار کې د ترانسپورټ ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۶:۳۲
Background image

د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي او اساسي سړک د جوړولو چارې د څلور سوه او پنځه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

۱۴۴۷/۸/۲۴

په هغه مراسمو کې چې له مخې یې د نوي کابل ښار اړوند د کابل بګرام د عمومي او اساسي سړک د جوړولو چارې پیل شوې په کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت