د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ اداري کمپلکس رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۷:۴۹
پنجشیر

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ اداري کمپلکس رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې کړي او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا درې پوړیزه اداري کمپلکس په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې چې ۱۷ کاري دفترونه، یو کنفرانس خونه، یو پخلنځی، یو ګدام او ۹ عصري تشنابونه لري د ۱۸ میلیونه او ۹۲۹ زره افغانیو په ارزښت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې په معیاري ډول جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په ولایاتو کې د ۱۳۰ ولسوالیو لپاره اداري ودانۍ رغولي او په دې برخه کې یې دولتي کارکوونکو ته د کار ښه چاپریال برابر کړی او ترڅنګ یې هېواد والو ته د خدماتو کچه هم لوړه کړې ده.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

په پنجشیر کې د پوهنتون د تاسیساتو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافیکه سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د پوهنتون د تاسیساتو د جوړولو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په پل‌علم ښار کې د داخلي سړک له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري د پل‌علم ښار د داخلي سړک د اساسي جوړونې له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

یاد سړک د ۱۱۷۹ متر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت