کاپیسا کې د یوې تعلیمي پروژې چارې بشپړې او د یوې بلې تعلیمي چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۹ - ۷:۴۴
کاپیسا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په میرپفدم کلي کې د یو ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې بشپړې کړې او همدارا د دې ولایت په مرکز محمود راقي کې د عبدالوهاب شپږ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۵۰ سلنه پرمخ وړي دي.

د میرپفدم کلي ۱۰ صنفي ښوونځی په ۵۱۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت جوړ شوی او د عبدالوهاب صافي شپږ صنفي ښوونځی په ۴۵۰ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۸ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې د جوړېدو په حال کې دی.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولت تعلیمي او پراختیايي پروژو په تطبیق سره په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د اساسي خدمات کچه لوړه کړې او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۴
Background image

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارو ۴۲ سلنه پرمختګ کړی

۱۴۴۸/۵/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له بازار څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک د جوړولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارزګان ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو د بلاک د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو لپاره د جوړېدونکي بلاک د ساختماني چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت