بغلان کې 73964 جریبه څړځایونه ثبت شول

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په لړ کې 73964 جریبه څړځایونه د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې ثبت کړي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ورستي یو کال کې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۲۰۲۰۰۲۰ جریبه د څړ ځایونو خاصه او عامه ځمکه ثبت کړې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفاده او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.
###