د ننګرهار ولایت د قباله جاتو ودانۍ به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۷:۵۷
ننگرهار

د ننګرهار ولایت د قباله جاتو ودانۍ د جوړولو چارې ۹۷ سلنه بشپړ شوي او په پام کې ده چې دا ودانۍ به ډېر ژر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده ودانۍ د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په لومړی ناحیه کې په ۱۱ بسوې ځمکه کې جوړیږي.

د دې پروژې مالي لګښت څه باندې ۹۷ میلیونه افغانۍ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مالي مرسته او د ملي پراختیا شرکت له لوري په عصري او معیاري توګه جوړیږي.

په دې ودانۍ کې د انجنیري او مهندسي لوړو معیارونو په نظر کې نیولو سربېره، د دوامداره برېښنا، ټیلفون، انټرنټ، امنیتي کمرې، لیفټ، د تهویې ځانکړی سیسټم او داسې نور اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په ننګرهار ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ۲۰۰ کارکوونکي د ځمکو د مدیریت، ښاري پراختیا او په ځانګړې توګه د قبالو او ثبت او اجرا په برخه کې خپلې چارې تنظیم او په ورځ کې د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ مراجعینو ستونزې او اړونده چارې به پرمخل یوړل شي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 4 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۷
Background image

په غزني کې د سړکونو د جوړیدو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم  د غزني ښار د خواجه حکیم صاحب، د خشک او احمدالله کلي د مدرسي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۳۵
Background image

په هلمند کې د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د افغان پست امارتي شرکت له رغنیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۸:۳۳
Background image

په لوګر کې د مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یو باب مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغ. . .

BACK TO NEWS